ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ارګ کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ اداء شو

د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د مرستیالانو او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې اداء شو.

د نېمکرغه کوچني اختر د لمانځه په دغو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء پر اقتصادي او اداري مرستیالانو سربېره، د رئیس الورزاء مقام د دفتر لوی رئیس، د کابينې وزیرانو، د اسلامي امارت یو شمېر ملکي او نظامي چارواکو او د خلکو بېلابېلو اقشارو حضور درلود چې د لمانځه له اداء کولو وروسته یې یوه بل ته د اختر مبارکي وویله.

د لمانځه له اداء کولو مخکې د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نور محمد ثاقب د روژې په مبارکه میاشت کې د ټولو مسلمانانو د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ ترڅنګ د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي ورکړه وې ویل، د اسلامي نظام تر سیوري لاندې نن موږ او تاسې د ازادۍ په فضاء کې په ډاډه زړه د اختر لمونځ اداء کولو ته راټول شوي یوو.

نوموړي د اسلامي امارت کړنو او کارنامو ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت یو له مهمو کړنو څخه عمومي عفوه وه چې الهي امر او نبوي سنت دي او خیر او برکت پکې نغښتی دی.

همداراز د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزیر وویل، د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې معتادین او سوالګر راټول، امنیت تأمین، د نشه یي توکو کر، تولید او قاچاق منع، اداري او اخلاقي فساد محوه او د هیواد سرحدونه محفوظ شوي دي.

وروسته د ریاست الوزارء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن اخوند پیغام ولوست چې پکې د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ راغلي: دا چې زموږ ځوریدلي هیوادوال کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځي چې هیواد مو لله لحمد د ظالمو اشغالګرو له شتون څخه پاک شوی، اسلامي نظام حاکم دی، هیوادوال مو له کامل امنیت او مصؤنیت څخه برخمن دي او هر څوک کولای شي په پوره ډاډ د اختر خوښۍ ولمانځي، په دې باید د الله تعالی شکر اداء کړو او د دې سترو نعمتونو قدرداني او شکر ګذاري وکړو.

محترم رئیس الوزراء په خپل پیغام کې څرګندوي، مجاهدین وروڼه باید د ولس له حاله ځان خبر کړي، د شهیدانو د کورنیو، یتیمانو او هغو هیوادوالو چې په شل کلن جهاد کې یې په ځان او مال د مجاهدینو خدمت کړی، د حال پوښتنه یې وشي.

محترم رئیس الوزراء د اختر په دې پیغام کې پر ټولو شتمنو هیوادوالو غږ کړی چې د بې وسه هیوادوالو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو او بې کوره مسلمانانو لاسنيوی او د خپل توان تر حده ورسره مرسته وکړي، تر څو هغوی هم اختر په خوښۍ ولمانځي.

دغه راز محترم رئیس الوزراء په خپل دغه پیغام کې په هیواد کې دننه او له هیواده بهر له ټولو هیوادوالو وغوښتل چې موجوده حالت فرصت وګڼي او په هیواد کې راغلی ثبات، سرتاسري امنیت، اخوت، ملي وحدت او د هیواد د آبادۍ لپاره آماده شوی حالت په هر اړخیزو هڅو حمایه او هیچا ته د دې اجازه ورنکړي چې یو ځل بیا د جنګ او فتنې اور بل کړي.

وروسته د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان غیور ملت، د اسلامي امارت د رهبرۍ مقام، د کابینې ټولو غړو او مجاهدینو ته د نېکمرغه کوچني اختر ته د مبارکۍ ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د ټولو مسلمانانو طاعات او عبادات د متعال خدای ج په دربار کې قبول او منظور شي.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې هغو کورنیو چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، ورته تسلیت وایم او په دغه درد او غم کې ورسره ځانونه شریک ګڼو. دغه راز ناروغانو ته د عاجلې روغتیا او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لا زیات اتحاد او اتفاق هیله لرم.

په همدې ترتیب د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندازه حفظ الله، محترم رئیس الوزراء او ټولو وطنوالو ته د زړه له کومې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او له خدای تعالی څخه یې هیله وکړه چې اسلامي نظام قایم او دایم وګرځوي او افغانستان د نړۍ د مترقي او پر ځان بسیا هیوادونو په قطار کې راشي.

د مراسمو په پای کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ القرآن نورالحق انور د اختتامیه دعا پر مهال د افغانستان غیور ولس ته د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د خوښۍ او نېکمرغۍ دعا وکړه.