ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حماس غورځنګ له مشر سره د مولوي امیرخان متقي تلیفوني اړیکه؛ د اسماعیل هنیه د اولادونو او کورنۍ د غړو شهادت له امله یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې وکړې.
په پيل کې متقي صاحب نوموړي ته د دې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړي ‏او د شهيدانو د شهادت قبوليت دعا يې کړې.
نوموړي هيله ښودلې، چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او باور لرو چې ددې قربانيو په نتيجه کې به دفلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
ښاغلي متقي يادونه کړې، چې افغانستان هم د زياتو قربانيو په نتېجه کې خپلواکي تر لاسه کړې
‏او د فلسطين مجاهد ولس ته یې د استقامت، ثبات او صبر هيله وکړه.
ورپسې ښاغلي اسماعیل هنيه د متقي صاحب له تسليت او غمرازۍ شريکولو څخه مننه کړې او د شهيدانو د شهادت قبولتیا دعا يې کړې ده.
نوموړي ویلي: “د افغانستان ملت دازادۍ د مبارزې مخکښان دي او موږ د هغوی پر پلونو مزل کوو،
‏اميد دی چې زموږ دغه وينې به هم رنګ راوړي.”
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت زعيم عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله او د افغانستان ولس ته خپل سلامونه او نيکې پيروزينې وړاندې کړې دي.