ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنيو چارو وزارت مسولينو د پوليسو له ۳۰۰ بستريز روغتون څخه ليدنه کړې

‏د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، د تامیناتي چارو مرستيال مولوي عبدالله مختار او د عامه ساتنې ملي تصدۍ مرستيال مولوي سعیدالله حماس د روغتیايي مسولینو او ډاکټرانو په ملتيا؛
د پوليسو په ۳۰۰ بستريز روغتون کې د ناروغانو د عیادت ترڅنګ، د دغه روغتون له بېلابېلو څانګو څخه ليدنه کړې.
د کورنيو چارو وزارت په وینا؛ دوی د پوليسو د ۳۰۰ بستريز روغتون د کارکوونکو د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو د ستايلو سربېره، له مسولينو غوښتي چې د ناروغانو ستونزو په هواري کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
‏دغه راز کورنيو چارو وزارت مسولینو د ياد روغتون مسولينو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او د روغتون د لا تجهيز په برخه کې يې د امکاناتو برابرولو ژمنه کړې ده.