ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دوحه کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر او د اسلامي امارت د سياسي دفتر ریيس د اسماعيل هنيه د زامنو او لمسيانو د فاتحې مراسمو کې ګډون کړی

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر ډاکتر محمد نعیم او دې هېواد کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر ریيس سهيل شاهين د حماس د مجاهدينو د سياسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د زامنو او لمسيانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د اسراییلو صهيونستي رژیم د ښاغلي اسماعيل هنيه درې زامن او څلور لمسیان په شهادت ورسول.
دغه راز وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره د نوموړي د اولادونو او کورنۍ غړو د شهادت د تسليت په موخه تليفوني خبرې هم کړې وې.
مولوي امیرخان متقي نوموړي ته د دې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړي ول ‏او د شهيدانو د شهادت قبوليت دعا او د الله تعالی له دربار څخه یې د جنت الفردوس غوښتنه کړې.
نوموړي هيله ښودلې، چې د شهيدانو وينې به حتما رنګ راوړي او باور لرو چې د دې قربانيو په پایله کې به د فلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.