د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۵/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۶/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۶۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته ۷ سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له پینځو را ستنو شوو کورنیو سره ۳۲۰۰۰ افغانۍ مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي مهاجرین: ۲۹ کورنۍ، ۹۴ افراد
مرسته شوي مهاجرین: ۵ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷ عدده
د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء