د ملګرو ملتونو د سپوږمکۍ مرکز څیړنو موندلې، چې د روان زیږدیز کال تر فبروري میاشتې د غزې نږدې ۳۳.۱۳ سلنه کرنېزه ځمکه، چې د ټولې کرنیزې ځمکې ۱/۳ برخه جوړوي، له منځه وړل شوې.
دا د تېر ۲۰۲۳ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د پام وړ توپیر دی، چې هغه مهال یوازې له پینځه سلنه زیاته د کښت وړ ځمکه تخریب شوې وه. خو اوس له ۱۱ زره کیلو متره مربع (۴۲۴۷ میله مربع) څخه زیاته کرنیزه ځمکه تخریب او زیانمنه شوې ده.
ملګري ملتونه وايي، چې یاده ځمکه د درنو جنګي وسایطو، بمبار او پرلهپسې جګړې له امله زیانمنه او له منځه تللې ده.
د غزې اوسېدونکي له پخوا څخه بېلابېل محصولات لکه غنم، زیتون او ځمکني توت کري، خو ډېری ځمکې یې د صهیونیستي اشغالګرو له لوري زیانمنې شوې او بزګري یې له ګواښ سره مخ ده.