ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بزګر مېلې او نندارتون په مراسمو کې ګډون وکړ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (چهارشنبه، د غويي ۱۲مه) د بزګر مېلې او د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون په مناسب جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي او اداري مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي، د کابینې یوشمېر غړو، سوداګرو، پانګوالو او بزګرانو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دې مراسمو کې بزګرانو ته د وروستیو سېلابونو او طبیعي پېښو له امله د اوښتو زیانونو په اړ خواشینۍ ښکاره کړې، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنیو ته یې د صبر جمیل دعا کړې ده.

هغه د افغانستان له ټولو بزګرانو او دهقانانو څخه مننه کړې، چې شپه ورځ هڅې کوي او د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې ونډه اخلي.

مولوي عبدالکبیر کرنه د افغانستان د اقتصاد د ملا تېر ګڼلې او زیاته کړې یې ده، چې کرنیز محصولات د افغانستان د صادراتو او تولیداتو عمده برخه جوړوي.

نوموړي ویلي؛ له بزګرانو ،کرنیزو تولیداتو او محصولاتو څخه ملاتړ د ټولو دنده ده او په تېرو څو لسیزو کې د جګړو او یرغلونو له امله د افغانستان بنسټونه ویجاړ شوي، خو د رغولو لپاره یې اساسي توجه نه ده شوې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی، چې باید خپلو کرنیز محصولاتو ته په سیمه او نړۍ کې مناسب بازارونه پيدا او په نړیوال سټندرد د افغانستان تولیدات او محصولات د نړۍ بازارونو ته عرضه شي.

دغه‌راز زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت کوښښ کوي تر څو خپلې اوبه مهار کړي، د اوبو د وېش منظم سیستم رامنځته کړي، کانالونه، کاریزونه او سربندونه جوړ او ترمیم کړي او بزګرانو ته دا زمینه برابره کړي، چې خپلو تولیداتو او محصولاتو ته پراختیا ورکړي.

نوموړي ویلي، چې کرنیز سکتور د پانګونې پراخ ظرفیتونه او فرصتونه لري او په ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګوالو یې غږ کړی، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت غواړي چې د کرنې او مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا سره افغانستان د خودکفايۍ لور ته بوځي، متاسفانه چې د افغانستان د پخوانیو حکامو د بې غورۍ له امله اسلامي امارت د نویو انکشافاتو او پراختیا پر ځای، پخواني تاسیسات له سره رغوي.