ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت ژمن دی چې ټولو افغانانو ته غوره خدمات وړاندې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بهر مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو او علمي او فرهنګي شخصیتونو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې راغلو استازو او علمي اشخاصو په هېواد کې د امنیت پر تامین، د اداري فساد په ختمولو، د نشه‌یي توکو په منع کولو، د سترو انکشافي پروژو پر عملي کولو او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړې.

دوی زیاته کړې، چې هېواد کې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې زیات فرصتونه رامنځته شوي او ټول هېوادوال د ځاني او مالي مصؤنیت څخه برخمن دي.

ذکر شویو شخصیتونو او استازو د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت پیاوړتیا او پراخوالي، روغتیا، په ادارو کې د لازیاتو مسلکي او متخصصو کسانو د استخدام او له موجوده اقتصادي ظرفیتونو څخه د استفادې په برخو کې د اسلامي امارت ځانګړې پاملرنه غوښتې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال ویلي، چې د سراسري امنیت تامین، د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او هېوادوالو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د اسلامي امارت مسولین د اداري فساد محوه کولو او ټولو وطنوالو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دي.

مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو بهر مېشتو افغان کادرونو او متخصصینو غوښتي، چې بېرته راستانه او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي.