ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت مسولینو دروازې د ټولو ولسونو پر مخ خلاصې دي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د نورستان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې یادو مشرانو يو ځل بیا له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ او همکاري څرګنده او په بېلابېلو برخو کې يې د نورستان د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

دغه راز د نورستان قومي مشرانو او مخورو په هېواد کې د اسلامي نظام پر ټینګښت او خلکو سره د اسلامي امارت پر چلند خوښي ښودلې او په ياد ولایت کې یې د پراختیايي او بنسټيزو پروژو د تطبيق او ځوانانو ته د کارموندنې ترڅنګ د روغتیايي او پوهنیز بهیر د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالکبير د نورستان له راغلو قومي مشرانو او مخورو په مننې ویلي، چې نورستان په تېر شل کلن جهاد کې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن و او ولسونو یې ډېرې سختۍ ګاللې دي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولینو دروازې د افغانستان د ټولو ولسونو پر مخ خلاصې دي او کوښښ کوي چې ستونزې یې ورحل کړي.

نوموړي راغلو قومي مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو د حل لپاره به يې اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې وکړي.