ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“د اسلامي امارت د غوره اقتصادي سیاست پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره په صادراتو او وراداتو کې پام وړ پرمختګ راغلی”

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د صنعت او سوداګري له سرپرست وزیر نورالدین عزیزي سره لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي؛ له ګاونډیو هېوادونو سره مناسبې سوداګریزې اړیکې د دې سبب شوې، چې په کور د ننه قیمتونه په ښه حالت کې پاتې او د لارو تړل کېدل یا بندېدل هم پر بازار منفي اغېز ونه‌لري.

نوموړي زیاته کړې؛ صنعت او سوداګري وزارت له خصوصي سکټور سره همکار دی، چې له امله يې خصوصي سکټور هم په ښه ډول فعالیت کوي او د اسلامي امارت له لوري اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي.

د ښاغلي نورالدین عزیزي په وینا؛ د اسلامي امارت د غوره اقتصادي سیاست پر بنسټ د سیمې هېوادونو سره په صادراتو او وراداتو کې پام وړ پرمختګ راغلی دی.

دغه راز افغاني توکي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې ښه بازار لري او په نورو بازارونو کې یې هم ورته د بازار موندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي دي.

مولوي عبدالکبير د صنعت او سوداګري وزارت د رهبرۍ هڅې ستایلې او ویلي یې دي؛ د امارتي ادارو بې‌ساري هڅې او د افغانیو ټيکاو د دې سبب شوی، چې هېواد کې د لومړنیو خوراکي توکو بيې په مناسب حالت کې پاتې او هېوادوال مو هم د اړتیا وړ توکو د پېرلو توان ولري.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې د انډول پر ساتلو د ټینګار تر څنګ ویلي، چې د کورنیو تولیداتو د غوره کیفیت، د صنعت پراختیا او ودې لپاره دې لا زياته هڅه وشي.