ملګرو ملتونو پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په تړاو په نوي خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې غزه تړانګه کې څه باندې ۱۰ زره ښځو ژوند بایللی، چې شپږ زره یې میندې دي او اوسمهال ۱۹ زره یتیم ماشومان ترې پاتې دي.
په یاد راپور کې ویل شوي، چې یو شمېر ژوندۍ پاتې ښځې کونډې او بېکوره شوې او له سختې لوږې او قحطۍ سره مخ دي.
دغهراز غزه کې له یو میلیون زیاتې مېرمنې او نجونې خوړو، پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي توکو ته لاسرسی نه لري او له سختو ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي.
بل لور ته د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د بېځایه شویو پر دوو کمپونو د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې د ډېری ماشومان په ګډون ۱۸ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپیان شوي.
د وروستیو شمېرنو له مخې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۳ زره او ۸۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۷۶ زره او ۵۷۵ نور ټپیان شوي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.