د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ پرمختګ څانګې د خوست ولایت رحمتولي مسرور کرېکټ لوبغالي د بیارغونې د پیل خبر ورکړی دی.
د کورني کرېکټ پرمختګ څانګې په خپله فیسبوک پاڼه د دې چارو د پیل ځینې انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي، چې د دې لوبغالي چمن په بشپړ ډول اړول شوی او په کې د نوي چمن د زرغونولو په موخه زراعتي خاوره کارول شوې ده.
دوي زیاتوي، د چمن سربېره په یاد لوبغالي کې د څلور نويو ویشتنځایونو/پیچونو د جوړېدو چارې هم جریان لري، چې په دې سره به په دغه لوبغالي کې د ویشتنځایونو شمېر له درېیو، اوو ته لوړ شي.
د رحمت ولي مسرور لوبغالی د هېواد په کچه یو له مهمو لوبغالو دی، چې وخت ناوخت په کې د کورني کرېکټ بېلابېل ډوله لوبلړۍ ترسره کېږې او د کورني کرېکټ د پرمختګ څانګې د خبر پاڼې له مخې، موده وړاندې په یاد لوبغالی کې د یو روزنتون چارې بشپړې او د یو مېلمستون چارې پیل شوې، چې تر دې مهاله یې ۹۰ سلنه کارونه مخ ته تللي دي.