د افغانستان اسلامي امارت او چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو اړوند سياسي څانګو په مشري بجینګ کې د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې د اړیکو ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو او د طبيعي پېښو ته د رسېدو وزارتونو استازو د چين له لوري د یاد هېواد د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوه نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، اجباري راستنه شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو او روغتيا په برخه کې د چين مرستو ته د کتنې ترڅنګ چينايي لوري ژمنه کړې، چې افغانستان سره د اجباري راستنه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي.
همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو درملنې د بياپيل زمينه برابره کړي.
همداراز د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توگه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزیو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی کړی.