ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اندونیزیا کې اتش‌فشان؛ نږدې ۸۰۰ کسان د خپلو کورنو پرېښودلو ته اړ شوي


د راپورونو له مخې، د اندونیزیا هېواد د مانادوي ښار په روانګ جزیره کې اورشیندي (اتش‌فشان) رامنځته شوی.

تر دې‌مهاله د دغه اورشیندي له امله د اوښتو زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی، خو څه باندې ۸۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دغه‌راز د یاد هېواد یو نړیوال هوايي ډګر هم تړل شوی دی.

ورته‌مهال د یاد هېواد چارواکو د دغه اورشېدنې له امله د اتش‌فشاني ډبرو له اولوتلو او د احتمالي سونامي خبرداری ورکړی.

ویل شوي، چې په یاده سیمه کې د دوه وروستیو زلزلو څخه وروسته په دغه جزیره کې اتش‌فشان زور اخېستی دی.