ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهر مېشتو افغانانو استازي: د اسلامي امارت په بیا حاکمیت سره ټول هېوادوال له ځاني او مالي خوندیتوب څخه برخمن دي

د حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث سرمحقق دوکتور مولوي نور محمد ثاقب په بهر کې د مېشتو افغانانو له یو شمېرعلمي او فرهنګي استازو او شخصیتونو سره لیدنه وکړه.

‏په پیل کې د حج او اوقافو سرپرست وزیر راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنگ ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی او له بهر مېشتو افغانانو هیله کوو، چې بیرته خپل هېواد ته راستانه شي او د هېواد په ابادي او پرمختګ کې ونډه واخلي.

نوموړي زیاته کړې، چې الحمد الله په هېواد کې شرعي نظام، عدل او انصاف او سراسري امنیت تامین شوی دی.

دغه‌راز د هېواد ابادي، د اقتصادي ثبات پیاوړتیا او هېوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت دنده او مسولیت دي او په دې برخه کې به له هېڅ راز هڅو درېغ ونه کړي.

‏د دې تر څنګ د اسلامي امارت مسولین د اداري فساد محوه کولو او هېوادوالو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته پوره ژمن دی.

ورپسې د راغلو استازو او علمي اشخاصو په استازیتوب ډاکټر خوشحال روهي او څو تنو نورو خبرې کړې او ویلي یې دي؛ د ویاړ ځای دی چې په هېواد کې اسلامي امارت اقتصادي پروژې په خپلو مالي امکاناتو پیل کړې، د قدرت جزیرې یې له منځه وړې او په بشپړ ډول یې د اداري فساد مخنیوی کړی.

همداشان دوی هېواد کې د امنیت پر تامین، د نشه یي توکو په منع کولو، د سترو انکشافي پروژو پر عملي کولو او بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت په لاسته راوړنو خوښي څرگنده کړې ده.

دوی زیاته کړې؛ هېواد کې د اسلامي امارت په حاکمېدو سره په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي توگه د سوداگرۍ او پانگونې په برخو کې زیات فرصتونه رامنځته شوي او ټول هېوادوال له ځاني او مالي مصؤنیت څخه برخمن دي.

په پای کې راغلو استازو ویلي؛ بهر کې مېشت افغانان چمتو دي چې خپل اقتصادي، علمي او ټولنیز ظرفیتونه او امکانات له اسلامي امارت سره شریک کړي او دوی دگران هېواد لپاره د خدمت مصدر وګرځي.