ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قطر: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپل مسولیت په ادا کولو کې ناتوانه ده

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړه‌لیک د مسودې په تصویبولو کې د امنیت شورا ناکامي، په سیمه کې د سولې د ټینګښت ناکامي ده.

یاد وزارت په دې تړاو خواشیني څرګنده کړې او دا یې د عدالت او په سیمه کې د سولې ټینګښت د هڅو لپاره ناوړه او د خواشینۍ وړ ورځ بللې ده.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د یادې مسودې په تصویب کې د امنیت شورا ناتواني څرګندوي، چې دا شورا د نړیوال امنیت او سولې په ټینګښت او ځانګړي ډول په جګړه ځپلې غزه کې د خپل رول او مسولیت په ادا کولو کې پاتې راغلې ده.”

دغه‌راز قطر له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره دې په منځني ختیځ کې د شخړو له امله د پېښېدونکي ګواښ مخنیوی وکړي.

قطر وروسته له هغو غبرګون ښودلی، چې امریکا د ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه د پرېکړه‌لیک مسوده ویټو کړه.

یاده مسوده، چې امنیت شورا ته د رایې اچونې لپاره وړاندې شوې وه، د هېوادونو د پراخ ملاتړ او د ۱۲ موافقو او دوه مخالفو رایو سربېره د امریکا په مخالفه رایه تصویب نه شوه.