ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د اسيا پسفيک د برخې مشر لیدنه؛ د روغتیايي برخې په پیاوړتیا خبرې شوي

د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د سره صليب د نړيوالې کمېټې د اسيا پسفيک د برخې مشر اليکسانډر متيو او مل پلاوي لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د سرې میاشتې خدمتونه، همکارۍ او فعاليتونه ستایلي او د سره صليب د نړيوالې کمېټې استازي ته یې د هېواد اړمنې سیمې او برخې په ګوته کړي، چې د همکارۍ ژوره اړتیا په کې لیدل کیږي.

 همداراز اليکسانډر متيو په خپلو خبرو کې لومړی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته په افغانستان کې د نړیوالې سرې میاشتې د فعالیتونو او همکاریو راپور وړاندي کړی او ترڅنګ یې د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د بهرنيو چارو د وزارت د همکاریو ستاینه او مننه یې کړې.

 نوموړي د راپور په یوه برخه کې زياته کړې؛ چې په تير يو کال کې یې د افغانانو سره د مرستو په برخه کې ۲۸ ميليونه سويسي فرانک د پینځه مليونو اړمنو وګړو د روغتیا، د اوبو رسولو او طبيعې پيښو ته د رسېدو په برخه کې په مصرف رسولې دي.

مولوي امیرخان متقي د اسيا پسفيک مشر ته یادونه کړې؛ چې د افغانستان واقعي انځور او په خپلو سترګو لیدلی وضعیت تر نړیوالو وروسوي.

نوموړي همداراز غوښتنه کړې چې د افغان ولس د هر اړخیز لاسنیوي چارې نورې ګړندۍ او د روغتیا په برخه کې د لا ښو خدمتونو د ترسره کولو لپاره د داخلي روغتونو تجهيز ته ځانګړې پاملرنه وکړي.