ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ریيس سره لیدنه کړې

 د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوی سيف الدين معتصم سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رییس د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر سره خپلې لاسته راوړنې، پرمختګونه، نوښتونه او شته ستونزې شريکې کړي او په یاد ولايت کې يې د ۴۱ ميليونه افغانیو په ارزښت د يو کتابتون په جوړولو هم خبرې کړي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزير د جوزجان ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست کارونه او هڅې ستایلي دي او د کارونو د لا ښه‌والي لپاره یې لازمې سپارښتنې ورته کړې دي.

همدا راز یې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړی، چې وړاندیزونو او ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.