ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیر خان متقي او حسن کاظمي قمي لیدنه؛ د سیمه‌ییزو پرمختګونو او د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې شوي

د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی او په کابل کې د یاد هېواد د سیاسي استازولۍ مشر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې شوي.

په پیل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې بللي او په ټولو برخو کې یې د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې.

 ورپسې حسن کاظمي قمي پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د ښکاره تېري په هکله د افغانستان اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلود حملې غندنې څخه مننه کړې.

دا راز یې سیستان ته د هلمند سیند داوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه خوښي څرګنده کړې او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل بللی.

نوموړي همداراز هیله څرګنده کړې، چې د اوبو جریان به دوام ومومي.

 مولوي امیر خان متقي ویلي؛ چې سږ کال د الله تعالی په فضل په هېواد کې بارانونه وشول، چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته د نیمروز ولایت او د هغه هېواد په سیستان کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې دي.

 په پای کې د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د ښو اړیکو پر لا پراختیا په ټینګار ټینګار شوی.