ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان – قزاق سوداګرۍ فورم پرانیستل شو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین له لوري نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په شپږمه نېټه په کابل کې د افغان – قزاق سوداګرۍ فورم پرانیستل شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او صنعت د پرمختګ په برخه کې د دغه فورم جوړېدل مهم وبلل، چې په خبره یې، څه وخت مخکې په قزاقستان کې هم ورته فورم جوړ شو، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د میلیونونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شول.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا، په دغه فورم کې هم د افغانستان او قزاقستان تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي، چې په پایله کې به یې د دواړو هېوادونو صنعت‌کاران او سوداګر وکولای شي په مختلفو برخو کې تړونونه لاسلیک کړي او یو د بل له تجربو ګټه واخلي.

نوموړي په افغانستان کې د پانګونې رامنځته شوو فرصتونو ته په اشارې سره وویل، چې کورني، بهرني او په ځانګړي ډول قزاقي پانګوال کولای شي دلته په مختلفو سکټورونو کې پانګونه وکړي، چې اسلامي امارت ورته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او بشپړ ملاتړ یې کوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل، د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ له راغلي پلاوي سره یې د اوسپنې پټلۍ پر هغه پروژه هم بحث کړی، چې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته غځول کېږي.

اقتصادي مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت ته دغه پروژه اهمیت لري او د پلي کېدو په برخه کې یې له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند له ټولو هېوادوالو وغوښتل، چې په دغه فورم کې نندارې ته د وړاندې شوو افغاني توکو تر څنګ قزاقي توکي هم واخلي.