ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غويي اتمه؛ د اسلامي امارت د چارواکو په شتون کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په تالار کې و نمانځل شوه

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د غونډو په تالار کې د غويي اتمه (د افغان مجاهدینو د بریا ۳۲ کالیزه) ونمانځله شوه.

په دې اړه جوړې شوې غونډې کې د اسلامي امارت مسولینو، د کابینې غړو، علمای کرامو، د بېلابېلو ادارو مسولینو، د هېواد اتلو مجاهدینو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

د غونډې د پیل په وینا کې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي وویل؛ خوشحاله یو چې د افغان ولس د بریا ورځ (د غويي اتمه) په داسې حال کې نمانځو چې هېواد مو ازاد او خپلواک دی، د حکومتولۍ چارې مو منظمې روانې دي او بیارغونې ته د هېواد اصلي بچیانو مټې نغاړلي دي.

نوموړي زیاته کړه؛ علمای کرام، قومي مشران، کادرونه او په لکونو ځوانانو مو قرباني کړل، هېواد مو وران شو، خو ازادي مو ترلاسه کړه او شوروي یرغلګر مو په ټیټ سر د هېواد څخه وشړل.

قاري محمد یوسف احمدي وویل؛ هغه وخت مو د اسلامي نظام د قایمولو او نن یې د ساتلو مسولیت لرو، نو غیرتي ولس او مسولینو ته مو پکار ده، چې په ټول توان سره د دې شته نظام ساتنه وکړي.

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون لوی رییس د داسې ورځو نمانځل د نیکونو ویاړلی تاریخ بیا را ژوندی کول یاد کړ او دا یې د ځوانانو د هڅولو او د هېوادني تاریخ ژوندي ساتلو لپاره اړینې وبللې.

ښاغلي احمدي ټینګار وکړ، چې ملي تلویزیون د یوې ملي رسنۍ په توګه ژمن دی، چې ملي، تاریخي او فرهنګي ورځې ونمانځي او د یادو ورځو د ارزښت په اړه ملت ته پوهاوی ورکړي.

د ارشاد حج او اوقافو وزارت سرپرست وزیر شیخ نورمحمد ثاقب په خپلو خبرو کې وویل؛ افغانانو د الله تعالی په دین غیرت کړی، د شوروي اتحاد په مشرۍ کمونیستي رژیم یې ړنګ کړ او د هېواد خپلواکي یې تر لاسه کړه.

ښاغلي ثاقب زیاته کړه؛ اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه وساتل او د شهیدانو ارمانونه یې پوره او هېواد کې یې خپلواک اسلامي نظام حاکم کړ.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني د غويي اتمې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل، چې د جهاد په تېرو دوو دورو کې مېرمنو او ماشومانو تر ټولو ډېره قرباني ورکړې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانانو ویاړلی جهادي تاریخ باید ورک نه شي او ورته انعکاس ورکړل شي.

خلیل‌الرحمن حقاني وویل؛ افغانانو ته پکار دي، چې د حاکم اسلامي نظام شکر ادا کړي او د یووالي او اسلامي نظام د پایښت لپاره په ګډه کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه؛ افغانانو په یووالي سره اشغال مات کړ او د هېواد د ابادي او نورو بېلابېلو برخو کې به هم په ګډه کار کوي.

غونډه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال سعدالدین سعید په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

احسان الله عادل