ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران ځانګړی استازی: کابل ته د بهرنیو پلاوو تګ راتګ په سیاسي ډګر کې د اسلامي امارت پرمختګ او له نړۍ سره د ښه تعامل معنی لري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير تېره (پنجشنبه، د غويي شپږمه) د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفیر سید حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې سید حسن کاظمي قمي ویلي، پدې وروستیو کې کابل ته د بهرنیو پلاوو ډېر تګ راتګ په سیاسي ډګر کې د اسلامي امارت د پرمختګ او له نړۍ سره د ښه تعامل معنی لري.

ښاغلي قومي، د اوبو د مدیریت، روغتیا، اقتصاد، لوړو زدکړو او چاپیریال ساتنې په برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، هېواد یې چمتو دی چې د مسلکي زدکړو په برخه کې د افغان ځوانانو په روزنه کې همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر زیاته کړې؛ د چابهار بندر فعالیت افغانستان او ایران ته ښه فرصتونه رامنځ ته کولی شي، خو ځینې لوري هڅه کوي چې د تهران او کابل اړیکې ترینګلي کړي.

نوموړي ویلي، د افغان او ایراني علماوو ګډې ناستې د دواړو لوریو ترمنځ لا ښې همکارۍ ته زمینه برابرولی شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په سیمه کې د اسرائیلو صهيونیستي رژیم له بریدونو او یرغل څخه په نیوکې ویلي، اسلامي امارت په سیمه کې د کړکیچ د پراختیا طرفدار نه دی او د حل یوازینۍ لاره له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل دي.

مولوي عبد الکبیر زیاته کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت د ایران سره د ښو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو غوښتونکی دی او د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د دغه هېواد مننه کوي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د کډوالو په اجباري ویستنه کې دې ګاونډي هېوادونه له صبر او زغم څخه کار واخلي او ایران کې دې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.

سیاسي مرستیال له ایراني پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

دغه راز يې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د سیمې له هېوادونو سره د سیمې د ثبات او پراختیا لپاره ګډ کار ته ژمن دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې، زموږ دریځ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې د ښو اړیکو درلودل او د تعامل پراختیا ده، خو د سیمې هېوادونه دې هم د سیمه ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.