ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پاتې چارو د پیل پرانیسته وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند هرات کې د پاشدان بند د پاتې چارو د پيل پرانیسته وکړه.

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د هرات والي شیخ نور احمد اسلام‌جار، د دغه ولایت علمای کرامو، ملي سوداګرو، پانګوالو او یو شمېر امارتي مسولینو شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د تېرو دوو لسیزو پر مهال د هېواد اشغال، جګړې، سیاسي او اقتصادي بې ثباتي او د اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه هغه لاملونه یاد کړي دي، چې له امله یې افغانستان له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ اسلامي امارت د هېواد د ځان بساینې، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري، چې په خبره یې، په دغه برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابره کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه ترسره کړې، چې کارونه یې نیمګړي پاتې وو.

د یادو بندونو د پاتې چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي، چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي.

د دغو بندونو له جملې یې یو هم د پاشدان بند دی، چې نن یې عملاً کار پيل شو.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پاشدان بند پروژه د هرات ولایت لپاره مهمه او حیاتي بللې او د هرات ولسونو ته یې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په ټول توان د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې په وخت او ښه کیفیت سره یې کارونه بشپړ کړي.

اقتصادي مرستیال د هېواد د ازادۍ لپاره د هرات ولسونو د قربانیو قدردانی کړی او ویلي يي دي، اسلامي امارت به ټولې هغه پروژې پيل کړي، چې د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېدای شي.

د پاشدان بند پروژې په بشپړېدو سره به زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي، شاوخوا ۵۴ میلیونه مترمکعب اوبه به ذخیره، ۱۳ زره هکټاره ځمکه به خړوبه او دوه مېګاواټه برېښنا به تولید کړي.