ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  یکشنبې ورځ، د ۱۹/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۹/۲/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۲۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۷ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۲۵ زره  افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې۳۸۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې ۱۳ کورنۍ په مؤقت ډول مېشتې کړل شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو  کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو  کډوالو  ته ۹۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن ماستر، یو تن حافظ، ۱۲ تنه غریبکار او ۲۵ تنه حرفه يي او مسلکي کسان، چې ټول ۴۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۱۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر  کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی.

یادو  کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، ګډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۶۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۵۰ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۴ تنه و، کندهار او هلمند ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۷۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۶۷ کورنیو سره ټولې۵۴۶ زره   افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

۹۶ کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو  کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شوي دي:

خواړه: نن په سپین بولدک کې  کډوالو  ته ۷۳۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۰ تنه راستانه شوو  کډوالو درملنه شوې دی.

همدارنګه ۵۷۳ تنه  کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم  کډوالو  ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو  کډوالو  ته ۲۸۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن ماستر، یو تنه حافظان، یو د وړې دورې فارغ، درې تنه دیني عالمان، ۹‍۱ تنه غریبکار او ۴۹ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۵۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۶۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۱۴۲ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱ کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۹۴ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۸۶ کورنۍ چې د کورنۍ دغړو شمیر یې ۳۵۹ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدمتونو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو  کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمتونه وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو  کډوالو  ته ۷۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې  کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

یادو  کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، ګډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷۶ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۲ را ستنو شوو کورنیو سره ۴۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې ۱۳۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي  کډوال: ۲۳۲ کورنۍ، ۸۸۹  وګړي

لېږدول شوي  کډوال: ۴۱ کورنۍ، ۲۴۱  وګړي

مرسته شوي  کډوال: ۱۹۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي  کډوال: ۳۳۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۵۰ عدده