ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال او د چین سفیر لیدنه؛ په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو په لا پیاوړتیا خبرې شوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان کې د چین سفیر ژاوشینګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

د دې لیدنې په پیل کې ژاوشینګ د چین او افغانستان اړیکې د دوه دوستو او تاریخي ګاونډیانو په توګه ستایلي او ویلي يي دي، دا مهال دا اړیکې په ښه حالت کې قرار لري چې کولای شو هغه د سیمې په کچه بې‌سارې وبولو .

نوموړي زیاته کړې، د چین دولت په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د دې اړیکو د لاپراختیا غوښتونکی دی.

د چین ویلي؛ هېواد ییې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاپیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو او رشتو کې افغان محصلینو ته د تحصیل زمینه برابره کړې او د طب په ګډون په نورو برخو کې د افغانانو د ظرفیت لوړولو په موخه د زده کړو لنډ مهالې دورې برابروي.

ژاوشینګ په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د چینایي پانګوالو د لېوالتیا یادونه کړې او ویلي يي دي، د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په مناسب وضعیت کې دي او چینایي سوداګر او پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

د چین ولسي جمهوریت سفیر په هېواد کې وروستیو سېلاب ځپلو سره د همدردۍ څرګندولو ترڅنګ د چین سره صلیب له لارې د خپل هېواد د ۱۰۰ زره ډالرو مرستې یادونه کړې او ویلي يي دي، دا مرستې به ژر د اړوندو مسولینو لاسونو ته ورسېږي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د چین سفیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللي او ویلي يي دي، د افغانستان او چین اړیکې د تاریخ په اوږدو کې دوستانه، کلکې او نه شلېدونکې وې او اسلامي امارت په راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د دې اړیکو د لاپیاوړتیا غوښتونکی دی.

مولوي عبدالسلام حنفي په نړیوالو ټولنو لکه د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په اړه د چین دریځ د دې هېواد د رهبرۍ د سمو سیاستونو پایله بللې او ویلي يي دي، اسلامي امارت د دې دریځ په قدرداني د واحد چین د پالیسي او د دې هېواد د اقتصادي پروژو لکه یو کمربند یوې لارې ملاتړ کوي.

ښاغلي حنفي د افغانستان کانونو او طبیعي زېرمو ته په اشارې ویلي؛ افغانستان د بې‌ساري کانونو او زېرمو لرونکی دی او دا د چینایي شرکتونو او پانګوالو لپاره ښه فرصت دی، چې د دې زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت د هر ډول پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي او هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابروي.

اداري مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول د چین سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتونکی دی او هیچاته د ګاونډیو، سیمې او له سیمې اخوا هېوادونو د امنیت په ضد د افغانستان له خاورې څخه د استفادې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو څخه هم غواړي چې د متقابل درناوي په بنسټ له افغانستان سره چلند وکړي.