ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له ختیځه تر لوېدیځه د اسرائیلي جنایتونو پر ضد د محصلینو لاریونونه په پراخېدو دي

د صهیونیستي رژیم له لوري غزه کې د فلسطیني وګړو د نسل‌وژنې او له فلسطین څخه د ملاتړ په موخه د زده‌کړیالانو لاریونونه ورځ تر بلې په پراخېدو دي.

زد‌ه‌کړیالانو په ختیځ کې چاپان او په لوېدیځ کې مکزیک ته لاریونونه پراخ کړي.

تر دې دمه د امریکا، اسټرالیا، کاناډا، ونزویلا، فرانسې، پرتګال، انګلستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې د زده‌کړیالانو د لاریونونو خبر ورکړل شوی.

دغه لاریونونه د صهیونیستي رژیم له لوري په غزه کې د ظلمونو او وحشتونو له زیاتوالي وروسته پیل شوي.

ټوله نړۍ کې لاریون کوونکو د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخنیوي او له اسرائیلو څخه د یو شمېر هېوادونو د مالي او نظامي ملاتړ د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د اسرائیلو له لوري په تازه بریدونو کې ۱۶ بې‌ګناه فلسطیني وګړي شهیدان شوي دي.