ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بدخشان کې د کوکنار د له منځه وړو بهیر او په وړاندې یې د رامنځته شوو ستونزو څیړنې لپاره پلاوی وټاکل شو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان له مخې چې د کوکنارو د کښت او قاچاق د له منځه وړلو په موخه صادر شوی دی، په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي کار روان دی.

دا چې د بدخشان ولایت د یو شمیر ولسوالیو په ځینو سيمو کې کوکنار کرل شوي دي. د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو  بهیر پيل شوی، ترڅو دا بشرضد بوټی او قاچاق یې له منځه ولاړ شي، او هیڅ سیمه له دې حکم څخه مستثنی نه ده.

متاسفانه ځینو متخلفینو په هغو امنيتي ځواکونو چې د کوکنار په ضد په مبارزه بوخت دي، د هجوم ور وړلو هڅه کړې او خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.

د یادو پیښو د دقیقې څیړنې لپاره د ریاست الوزرا له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ يو پلاوی وټاکل شو، د پلاوي په ترکیب کې له فرامینو او حکمونو څخه د څار او نظارت لوی ریيس مولوي شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق، د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ملا رحمت الله نجيب او د بدخشان د علماوو د شورا ریيس مولوي عبدالمومن شامل دي.

 یاد پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د پیښو هراړخیزه څیړنه وکړي او بشپړ راپور یې د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.