ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې ترمنځ د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۳ سوداګریز تړونونه لاسلیک شول.
دغه تړونونه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې رییس نوکر قلي اتاقلي اف له لوري لاسلیک شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي، دغه سوداګریز تړونونه ترکمنستان ته د هغه د پخواني سفر او د یاد هېواد له چارواکو سره د خبرو اترو پایله ده او په خبره یې، له دې هېواد سره به دې ته ورته نور سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شي.
دغه راز د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو اتحادیې رییس د دې تړونونو په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، په نږدې راتلونکي کې به د هرات ولایت صنعتي ښارګوټي څخه ترکمنستان ته د افغانستان د تولیداتو د لېږد لپاره قراردادونه وکړي.
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار په یاد ولایت کې د تولیدي شرکتونو د محصولاتو پر معیاري کېدو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې ترکمنستان ته به د هرات د صنعتکارانو تولیدات د افغانستان د صادراتو غوره بېلګه وي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو تړونونو له مخې به د مرمرو ډبرې، ګول سيخ او د افغانستان تولید شوی رنګ ترکمنستان ته صادر شي.