ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د غزې پر رفح ښارګوټي د صهيونيستي رژيم د وحشيانه بريد په اړه د اسلامي امارت اعلاميه!

د افغانستان اسلامي امارت د غزې په رفح ښارګوټي د صهيونيستي رژيم  لخوا وحشيانه بمبارۍ په سختو ټکو غندي.

رفح ښارګوټی چې د غزې په جنوب کې وروستی ښار دی او د تيرو شپږو مياشتو جګړو او بمباريو له کبله د غزې له شمال، مرکزي غزې او خان يونس څخه تر ۱.۴ ميلونه بې کوره شوي فلسطیني مسلمانان پکې په خورا بدو شرايطو کې مېشت شوي او په ویره کې ژوند کوي، اوس يو ځل بيا د صهیونیستي رژیم یرغلګرو ځواکونو د ټولو نړيوالو اصولو په خلاف په ستر جنايت لاس پورې کړی او په خپلو بې رحمانه بمباريو يې بي ګناه فلسطيني مسلمانان هدف ګرځولي دي.

د افغانستان اسلامي امارت دغه عمل جنګي جنايت او د فلسطيني مسلمانانو ټولوژنه بولي او یوځل بیا په اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو غږ کوي، چې د دې ناورين مخه ونيسي او له هرې ممکنه لارې دي هڅه وکړي چې د غزې محاصره مسلمانانو ته خوراکي توکي، درمل او بشري مرستې ورسیږي.

له بده مرغه تر دې مهاله سيمه‌ييز او نړيوال اغېزناک دولتونه ونتوانېدل، چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د مؤثرو اقداماتو نشتون د دې لامل شو چې صهيونيستي رژيم يو ځل بيا د حماس د سولې وړاندیز رد کړي او د غزې پر مظلومو مسلمانانو وحشي بمبار او ځمکني اشغال ته ادامه ورکړي.