ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: پکتیکا کې تېر کال څه‌باندې ۸۶ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د پکتیکا ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۸۶ زره او ۴۹۷ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۹ زره او ۱۷۴ برېښنایي او ۴۷ زره او ۳۲۳ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د پکتیکا ولايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي فیض محمد صمیم ویلي؛ د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې شپږ زره او ۵۵۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼوکې د اصلاحاتو او اووه زره او ۷۷۳ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (شپږ زره او ۲۰۷ زېږون کارتونه او یو زر او ۵۶۶ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼودوې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ څانګه په مرکز ښرنه او دویمه هغه یې په ارګون ولسوالۍ کې ده او هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼود وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.