ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د حیرتان بندر اړوند نایب اباد سټېشن کې پر نړیوالو معیارونو برابر سوداګریز مرکز جوړېږي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډې ته چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر اړوند نایب اباد سټېشن کې پر نړیوالو معیارونو د برابر سوداګریز مرکز، جلال اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو او یو شمېر نورو برخو کې د پانګونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې.

په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د حیرتان بندر د نایب اباد سټېشن د پراختیا او هلته د لوجستیکي مرکز د جوړولو پر موضوع هر اړخیزې خبرې شوې دي.

همداراز په یاده غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته د جلال اباد ښار وچ ډنډ ساحه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته استول شوې ده.

د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د ۲۶۹ میلیونو افغانیو په پانګونې سره اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړوي، چې ټولټال پکې ۵۰۶ دوکانونه په پام کې نیول شوي.