د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په تهران کې د G5 په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د عامې روغتیا سرپرست وزير په دې غونډه کې د روغتیا په برخه کې د همکاریو د ودې په ځانګړي ډول د هغو ساري ناروغیو د کنټرول په اړه خبرې وکړې، چې په اسانۍ سره د یوه هېواد څخه بل هېوااد ته انتقالیږي، د روغتیایی پوهاوي او تجاربو د شریکولو باندې يې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې ناروغۍ سرحد نه پیژني باید د دې ډول پدیدو سره په ګډه مبارزه وشي.
ښاغلي عباد وویل؛ موږ په خپلو شته امکاناتو سره سپینو ساحو یا هغو ساحو کې چې روغتیایي خدمات کلونه وړاندې په کې په نشت حساب يا محدود ول اوس مو په همدې ساحاتو کې خپلو هېوادوالو ته روغتیایی خدمات رسولي ، دا چې ځينې سيمې لا هم کار ته اړتيا لري نو په دې برخه کې همغږۍ او مرستې ته اړتیا ده.
ښاغلي عباد زياته کړه؛ افغانستان د کرونا د واکسین د تطبیق په برخه کې مخکښ هېواد دی او د روټین واکسین د کوریج او د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لري.
سرپرست وزیر دغه راز وویل، چې ځینې مغرضې کړۍ ځینې وخت په ټولنه کې د ذهنیتونو د مغشوشولو په نیت افواهات خپروي چې ګويا ښځینه روغتیایي کارکونکې له کارونو څخه منعه شوي حال دا چې ټولې ښځینه کارکونکې د اسلامي او شرعي احکامو په رڼا کې خپلو وطنوالو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي تر څو د ښځینه ناروغانو، میندو او ماشومانو روغتیا تأمین کړي.
ډاکټر قلندرعباد ل زیاته کړه، نړیوال همکاران او د افغانستان خواخوږي هيوادونه باید موږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي تر څو افغانستان د نړیوالې روغتیایي سازمان او ختیځې مدیترانه یي حوزوې سازمان یا EMRO کې د استازیتوب، چې د روغتیا وزارت حق دی ترلاسه کړي، چې له دې سره به موږ خپل روغتیایي لومړیتوبونه او اړتیاوې له نړیوالو سره شریکې او حل لارې ورته ومومو.

