ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د محصلینو تشویقي مراسمو کې؛ هېواد مو د یوه خپلواک اسلامي هېواد په توګه له نورو هېوادونو سره سیال کړئ

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ممتازو فاضلانو او محصلینو تشویقي مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت له لورې په کابل پوهنتون کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا کړې.

په دغو مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ممتازو فاضلانو او محصلینو د تشویق په موخه د دې ډول مراسمو جوړول مهم او اغېزمن بللي.

مولوي عبدالسلام حنفي یادو فاضلانو او محصلینو ته چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړي مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، که چېرې موږ خپل عالم او مفتي ونلرو اړ کېږو، چې له بل اسلامي هېواد څخه عالم یا مفتي راولو، که چېرې تکړه او پوه ډاکټران ونه لرو لکه څرنګه چې نن له دغې ستونزې سره مخ یوو مجبورېږو خپل ناروغان د درملنې په موخه له هېواده بهر یوسو، دغه راز  که تکړه او پوه انجنیران ونلرو ناچاره کېږو چې له نورو مرسته وغواړو.

نوموړي څرګنده کړې، دا هېواد په تاسې پورې اړه لري، که وغواړو ګران هېواد مو د یوه خپلواک اسلامي هېواد په توګه له نورو هېوادونو سره سیال شي، یا وغواړو چې هېواد مو اباد او پرمختللی واوسي ستاسې په څېر په علم پوه او ممتازو وګړو ته ضرورت لري.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، نن د مدرسې، ښوونځي او پوهنتون ترمنځ توپیر نشته او هېڅوک هم حق نلري چې تر منځ یې واټن رامنځته کړي، موږ او تاسې ټول باید تر یو چتر لاندې د هېواد د بچیانو د سالمې ښوونې او روزنې او د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ لپاره لکه د ورونو په څېر ګډ کار وکړو.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ په مدرسو کې د اسلامي علومو او فنونو ترڅنګ طالب علمانو ته اسلامي اداب، رېښتیا ویل، ټولو انسانانو ته درناوی، د نورو د حقونو مراعتول، له درواغو ویلو او انسانانو ته له سپکاوي ډډه کولو ترڅنګ د ټولو نشه یي توکو له استعمالولو څخه د پرهېز درس ورکول کېږي، دا هغه څه ندي چې څوک ترې وډار شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ له افراطیت او اسلام څخه زموږ د ځینو ګاونډیو هېوادونو ډار د دې لامل شوی چې ځوانان یې مخربو کړیو او ډلو ته مخه کړي، چې کړنې یې بیا د نورو د ځورونې لامل ګرځي؛ موږ خپلو ګاونډیانو ته دا ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، سیمې او د نړۍ نورو هېوادونو سره د نېکو او ښو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي څرګنده کړې، د افغانستان له خاورې به د هیڅ هېواد پر ضد استفاده ونشي، دغه راز له دوی هم دا توقع لرو چې اسلامي امارت سره د متقابل درناوي پر بنسټ چلند وکړي او زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د قزاقستان د جمهور رییس قاسم جومارت توکایف له لورې خپرې شوې اعلامیې ته په اشارې ویلي، د قزاقستان دولت د افغانستان اسلامي امارت په اړه پر ځای او سمه پرېکړه کړې ده، له نورو هېوادونو هم غواړو چې دې ته ورته عمل ترسره او د نېکو او دوستانه اړیکو د پیاوړتیا هڅې وکړي.

د ریاست الوزرا ادري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ممتازو فاضلانو او محصلینو ته د لازیاتې بریا هیله کړې او یو ځل بیا یې د باکفیته تعلیمي او تحصیلي سیستم په لرلو ټینګار کړی او ویلي يي دي؛ موږ هڅه کوو په راتلونکي کې د لوړ کفیت لرونکي مدرسې، ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي موسسې ولرو، ترڅو په دغو بنسټونو کې د ځوان نسل د روزنې او تربیې له لارې ګران هېواد افغانستان او ټولو وطنوالو ته په لوړ کیفیت خدمتونه وړاندې شي.