ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند کې د افغانستان سفارت مسولین په مالي او اداري فساد او اختلاس تورن شوي

هند کې د میشتو افغان کډوالو استازو د یوې عرض پاڼې له لارې په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي، د دې سفارت مالي او اداري مسوول ضیاءالله هاشمي او د سیاسي برخې مسوول ابراهیم شکیب ایازی په مالي او اداري فساد او اختلاس تورن کړي دي.

په‌دې عرض پاڼه کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ته لیکل شوې، دغه راز تور پورې شوې چې په هند کې فرید ماموندزي، ضیا‌ءالله هاشمي او ابراهیم شکیب ایازي له‌خوا “په غیر قانوني ډول او د ډېپلوماټیکو ارزښتونو خلاف د سفارت دوه تعمیرونه چې شپږ اپارتمانونه کېږي او د چمن په نوم یوه نیم جریب ځمکه ازاده ساحه راځي، یوه هندي شرکت ته له هر ډول قانوني پروسې، د مرکز له اجازې او سپارښتنې پرته په اجاره ورکړې ده.”

په هند کې د میشتو افغان کډوالو استازو په‌دې عرض پاڼه کې همدارنګه راغلي چې “دې قرارداد شاوخوا ۱۰ میاشتې دوام وکړ، خو وروسته په هند کې د میشتو افغانانو له فشار سره مخ شول او له هندي شرکت سره یې بالاخره قضیه رامنځته شوه.”

د عرض پاڼې له مخې، “دا مهال هندي شرکت پر فرید ماموندزي او ضیاءالله هاشمي باندي د هند په محاکمو کې د دوه نیم کروړه هندۍ کلدارو د جعل او فساد دعوه کړې او د هندي شرکت پلان دا دی چې وروسته د څو کلونو له تېرېدو څخه د هند د محاکمو د پرېکړې پر اساس شاوخوا نیم جریب چمن چې مېلیونونه ډالره ارزښت لري، په‌خپل نوم کړي.”

په هند کې د افغانستان سفارت مسولینو او هندي چارواکو تر دې دمه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي