ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابينې ۲۳مه غونډه؛ د کابل ښار ماسټر پلان د پلي کېدو پرېکړه شوې

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې ۲۳مه غونډه د ریيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ «دوشنبه، ذی الحجې ۳مه/ غبرګولي ۲۱مه» ترسره شوې، چې په کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پريکړې شوې دي.

غونډه کې له اجنډا سره سم د کابل ښار د ماسټر پلان د پلي کېدو په اړه پرېکړې شوي او طرزالعمل ته په کتو هره اداره مکلفه ګڼل شوې؛ ترڅو د ماسټر پلان د پلي کېدو په برخه کې خپلې چارې او مسوليتونه ترسره کړي.

همدا راز کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې چې د کومو ولسواليو د مرکزونو د ټاکلو او تغير پرېکړه کيږي، بايد ټول هغه ارګانونه چې په تغير شويو ولسواليو کې اداري واحدونه ولري؛ په پلاوي کې شريک کړل شي او وروسته په ګډه پرېکړه وشي.

په دې غونډه کې همدا راز د هېواد د سرحدي ولسواليو په اړه د پوهنې، عامې روغتيا، ټولګټو چارو، کليو پراختيا او بيارغونې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارتونو ته دنده سپارل شوې، چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو او کورنيو چارو وزارتونو سره په همغږۍ د خلکو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه وکړي او په ښه توګه خدمتونه ورته وړاندې کړي.