د نشه یي توکو د نړۍ والې ورځې نمانځلو له امله د نشه يې توکو استعمال، خطرونو او زیانونو په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو او هوسا ژوند ته د خلکو د هڅولو لپاره یو ښه فرصت دی ترڅو د ځوانانو له روږدي کېدو مخه ونیسي.
له بده مرغه په ټوله نړۍ کې د نشه يي توکو د استعمال له امله هر کال ډېر خلک خپل ژوند بايلي.
نشه یي توکو سره مبارزه یو له سترو ننګونو څخه بلل کيږي، دې تباه کوونکې پديدې سره د مبارزې پر وړاندې د ټولنې وګړي، کورنۍ، هېوادونو او نړیوالو بنسټونو همکارۍ او ګډو هڅو ته اړتیا ليدل کيږي.
له بده مرغه تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې یو زیات شمېر ځوانان په دې وحشتناکې پدیدې اخته شوي وو، چې له خپلو کورنيو څخه جلا شپې او ورځې یې د سړکونو په غاړه او تر پلونو لاندې تېرولې او بدبختانه په تيرو څو کلونو کې د افغانستان د هغه وخت چارواکو او واکمنانو لخوا د دې ډلې ناروغانو درملنې ته هیڅ نوع پاملرنه نه وه شوې.
د افغانستان د اسلامي امارت رهبري له بريا وروسته د نشه یي توکو د کښت، تولید، قاچاق، خرڅلاو او استعمال د مخنیوي په موخه فرمان صادر کړ، چې د کورنيو چارو وزارت ته د دې فرمان په عملي کولو کې دنده وسپارل شوه.
له نېکه مرغه له څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ او د کورنيو چارو وزارت اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جدي مبارزې په پایله کې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی او حتی صفر ته رسېدلي دي.
په نشه یی توکو د روږدو کسانو راټولول او درملنه یې يوه لویه ننګونه وه، چې له نیکه مرغه اسلامی امارت وتوانید چې دغه پړاو په بریالیتوب سره تیر کړي او د سړکونو له غاړو، پلونو او کوڅو څخه ټول روږدي کسان راټول او درملنه یې وکړي.
د اسلامي امارت د بریا له پیل څخه تر اوسه پورې په هېواد کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له خوا ۴۷ زره او ۸۷۹ عملیات په لاره اچول شوي، چې په پایله کې یې ۱۷ زره او ۲۴۰ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۱۱۹ ټنه بېلابېل نشه يي توکي او الکولي مشروبات، پینځه زره او ۳۹۰ ټنه کیمیاوي مواد کشف شوي دي.
د نشه يي توکو یو زر او ۳۱۵ کارخونې او لابراتوارونه له منځه وړل شوي او ۲۱ زره او ۷۴۳ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
همدا راز په کابل کې د معتادینو د بیا زده کړې او درملنې پینځه زره بستریز مرکز هم جوړ شوي او له ټول هېواد څخه یې ۱۱۵۲۲۰ تنه معتادین راټول او درملنه یې کړې ده.
په هېواد کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په ډګر کې عملي اقدامات، بریاوې او پرمختګونه حتی په کم وخت کې او په محدودو امکاناتو سره له افغانستان څخه د نشه يي توکو د له منځه وړلو په لاره کې د اسلامي امارت د قوي ارادې څرګندونه کوي.
اسلامي امارت په دې مهمه مبارزه کې چې ویجاړونکي پایلې یې د نړۍ نورو هېوادونو ته زیان رسوي، له نشه یي توکو سره د مبارزې له نړیوالو همکارو سازمانونو څخه غوښتنه کیږي، چې د افغانستان اسلامي امارت له پروګرامونو سره د همکاري ترڅنګ د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت برابرولو، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او نورو برخو کې له موږ سره دې همکاره او همغږي اوسي.

