ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د اسلامي امارت ټول مسولین د ولسونو خدمت پرځان حق بولي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې په بېلا بېلو لیدنو کې د کانونو او پټرولیم له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، د مالیې وزیر ملا محمد ناصراخوند، د کورنیو چارو مرستیال مولوي عبدالله، د لوړو زدکړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه، د اترا ادارې له رییس مولوي سید برات شاه اغا ندیم او د امارتي ادارو له یو شمېر نورو مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو مسولینو د خپلو چارو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي؛ د اسلامي امارت ټول مسولین او مجاهدین هېوادوالو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو هڅې کوي او د ولسونو خدمت پر ځان حق بولي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، له دوی څخه د مننې تر څنګ ټینګار کړی، چې ټولو هېودوالو ته دې پرته له هر ډول توپیري چلند غوره خدمتونه وړاندې شي.

دغه راز نوموړي یادو مسولینو ته د دوی د چارو د لا ښه والي په موخه اړینې لارښوونې وکړې.