د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې یادو علماوو او مشرانو د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ د اجتماعي، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
دوی د سیمه ییزو ادارو د فعالیتونو او کړنو د څرنګوالي ترڅنګ د امنیت د ټینګښت، هوساینې او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د اسلامي امارت مسولینو او مجاهدینو څخه رضایت څرګند کړی او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې د دې ولسوالۍ د مدرسو او ښوونځیو، روغتیایي کلینیکونو، مواصلاتي لارو او پراختیايي چارو ته پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ علماوو او متنفذینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، د اسلامي امارت مسولین د ټولو وطنوالو د وړاندیزونو او نظرونو د اورېدو هرکلی کوي او په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته د خدمت ترسره کول خپله دنده او مسولیت بولي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، د اسلامي امارت مسولین د خپل توان په محدوده کې هڅه کوي چې د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

