د ټولګټو وزارت وایي؛ د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د چنګاښ له لومړۍ څخه تر اوومې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره او ۳۰۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۶۳ زره او۱۹۴د اقینې بندر له لارې نهه زره او۲۸۴، د تورغونډۍ بندر له لارې شپږ زره او ۱۸۲ او د خواف-هرات بندر له لارې یو زر او ۶۴۱ ټنه؛ چې ټولټال ۸۰ زره او ۳۰۱ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې دوه زره او ۳۱۵ مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

