ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلامي امارت د خپلو ملي لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي او د بریاوو لپاره به یې هر ډول زمینه برابره کړي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له مسولینو، د فوټبال فدراسیون رهبري او د ملي ټیم له لوبغاړو سره کتلي.

لیدنه کې د فوټبال ملي لوبډلې غړو او مسولینو د مرکزي اسیا اتلولۍ په راتلونکو لوبو کې د ګډون په موخه چې څو ورځې وروسته به پيل شي بشپړ چمتووالي ښودلی او ویلي یې دي، چې دوی به په لوړ مورال او ښه چمتووالي سره په دې سیالیو کې ګډون وکړي او په دې برخه کې یې د مولوي عبدالکبیر له هر اړخیز ملاتړ هڅونې څخه مننه کړې ده.

لیدنه کې دغه راز د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي عبدالله المطيري چې د کویټ هېواد اصلي اوسیدونکی دی ویلي؛ د فوټبال فدراسیون چارې د فیفا له معیارونو سره سمې پر مخ روانې دي او په دغه برخه کې هیڅ تشه نشته او د اسلامي امارت ملاتړ او د لوبډلې هڅې به دوی له اسیایي لوبو ور هاخوا لویو بریاوو ته ورسوي.

دفوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر په دې لیدنه ویلي، چې په تېرو نږدې دوه کلونو کې د دغه فدراسیون لوبغاړو ۱۴ مهمې لوبې کړي او په ډېرو کې یې بریا خپله کړې ده.

مولوي عبدالکبیر، د فوټبال ملي ټيم لوبغاړو ته په خطاب کې وویل، تاسې زموږ ویاړ یاست او دا چې په هر ډګر کې افغان ځوانان د هېواد لپاره زیار باسي د نیکمرغۍ ځای دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د خپلو لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي او د بریاوو لپاره به یې هر ډول زمینه برابره کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د فوټبال ملي لوبډله به اسیايي سیالیو کې د افغانستان لپاره ډګر ته ووځي.