ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه شوې

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د دغه وزارت د متخصصينو ډلې هم شتون درلود، د بديل معيشت پینځه کلن پلان پر طرحې او د کرنيزو محصولاتو او مالدارۍ د ارزښت زنځير پر زياتوالي او همداراز د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې پر اړوندې موضوع بحث او هر اړخيزه ارزونه شوې او په دې برخه کې لازمې پریکړې شوې دي.

د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه بېلو کمېټو ته دنده سپارل شوې.