د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د رسنیو له یو شمېر مسولینو او د سیاسي چارو له شنونکو سره لیدنه کړې.
په پيل کې د سياسي چارو شنونکو ویلي، چې له هر څه ورته اسلامي او ملي ارزښتونه لومړیتوب لري او هڅه کوي ترڅو په رسنیز ډګر کې د افغانستان واقعیتونه له خلکو او نړۍ سره شریک او د اسلامي امارت پر وړاندې د ناسمو تبلیغاتو مخه ونیسي.
سیاسي کارپوهانو زیاته کړې، که څه هم په هېواد کې د اسلامي امارت له بریا وروسته ډېرې ستونزې حل شوي او اصلاحات راغلي، خو د پرمختګونو لړۍ بايد همداسې دوامداره وساتل شي.
دغهراز د افغانانو تر منځ ملي یووالی د هېواد د پرمختګ سبب شوی او د حکومت او ملت تر منځ واټن له منځه تللی دی.
یادو کارپوهانو ویلي، چې د اسلامي امارت اوسنی نظام په تېره یوه پېړۍ کې بېساری دی او ملت او حکومت بايد په ګډه د شته اسلامي نظام او سراسري امنیت د پاېښت لپاره کار وکړي.
دوی د خپلو وړانديزونو پر مهال زیاته کړې، چې د سیاسي کارپوهانو او کورنیو رسنیو ملاتړ د اسلامي امارت او افغانستان په ګټه تمامېدای شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د رسنیو د مسولینو او سیاسي شنونکو هڅې ستايلې او ویلي یې دي، چې د ټولو ادارو دروازې د افغانانو پر مخ پرانیستې دي او هېوادوال کولای شي د ستونزو د حل او غوره حکومتوالۍ په موخه خپلې مشورې له چارواکو سره شریکې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د مسول او حاکم نظام په توګه بهرني او کورني سیاست کې ښه پرمختګونه کړي او دا مهال په سیمه او نړۍ کې له یو شمېر هېوادونو سره د رسمي تعامل لړۍ د پراخېدو په حال کې ده. د ملت او حکومت تر منځ یووالی د کورني سیاست اساسي کرښه ده.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ اسلامي امارت د ګاونډيو هېوادونو په شمول د نړۍ هېڅ هېواد سره ستونزې نه غواړي او د دوحې تړون ته ژمن دی.
دغهراز اسلامي امارت د افغانانو د ګډو قربانیو په پایله کې رامنځته شوی او ټول يې بايد د تقويت لپاره هڅې وکړي.
د غونډې په پای کې مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې حکومت د رسنيو او رسنيزو فعاليتونو ملاتړ کوي او د دوی په وړاندیزونو به غور وشي.

