د پوهنې وزارت او ازموینو ملي ادارې ترمنځ د یاد وزارت اړوندو خالي بستونو ډکولو لپاره د ازموینو اخیستلو په موخه، د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
ياد هوکړه لیک د پوهنې وزارت له لوري د سرچينو او ادارې د مرستیال مولوي صبغت الله وصیل او د ازموینو ملي اداري له لوري د یادې ادارې د رییس شیخ عبدالباقي حقاني له خوا لاسليک شو.
په پیل کې د ازموینو ملي ادارې رییس د یاد هوکړه لیک د محتوا په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د دغه هوکړه لیک اساسي موخه، په ادارو کې د مسلکي او معیاري کادرونو په خپلو مناسبو ځایونو ګمارل دي.
ورپسې د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې مرستیال له پوهنې سره د ازموینو ملي ادارې د همکاریو قدرداني کړی او له هغوی یې مننه کړې.
همدارنګه نوموړي څرګنده کړې، چې په تېرو څو لسیزو کې د هېواد پوهنیز نظام سخت زیانونه لیدلي دي او دوی ژمن دي، چې د هېواد بچیانو لپاره یو متوازن، معیاري او په خپلو پښو ولاړ ښوونیز نظام رامنځته کړي.
د یادونې وړ ده، چې په نیږدې راتلونکي کې به د ټول هېواد په کچه د یاد وزارت اړوند تر ۴۰ زره زیات خالي بستونه ازادې سیالۍ ته وسپارل شي او د ازموینو ملي ادارې سره د شوي هوکره لیک په بنسټ به، د دغو بستونو ډکولو لپاره د ازموینو اخیستلو لړۍ په پوره روڼتیا سره پیل شي.

