د ریاست الوزرا کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د استخباراتو له عمومي رییس مولوي عبدالحق وثیق او د مرکزي دارالافتاء له رییس شیخ نورالله منیر سره لیدنې کړې.
په دې لیدنو کې د استخباراتو عمومي رییس د دې ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزرا کفیل ته معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په دې وروستیو کې د استخباراتو رياست ځواکونه او کارکوونکي په بېلابیلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د ښاغلي وثیق په خبره، د استخباراتو او نورو امنیتي بنسټونو ترمنځ بشپړه همغږي شته او د امنیتي او استخباراتي پلانونو عملي کولو لپاره په ګډه کار کوي.
مولوي عبدالکبیر د لوی اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت تامین له امله د امنیتي ادارو، مسولینو او کارکوونکو هڅې ستایلې او د هغوی زيار او زحمت یې د ویاړ وړ بللی دی.
همداراز نوموړي د چارو لا ښه والي په موخه د استخباراتو عمومي رییس ته اړینې سپارښتنې کړې دي.
د دې تر څنګ په یوه بله لیدنه کې د مرکزي دارالافتاء رییس شیخ نورالله منیر د ریاست الوزرا کفیل ته د خپل کاري راپور وړاندې کولو پر مهال ویلي، چې ادارې یې خپل کارونه د پخوا په پرتله څو برابره ګړندي کړي او په وینا یې، پر سلګونه مهمو موضوعاتو کار شوی دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د متخصصينو او کارپوهانو له لوري د شريعت په رڼا کې په اړونده مسایلو او موضوعاتو کار روان دی.
مولوي عبدالکبیر د مرکزي دارالافتا ریاست له کړنو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې ياده اداره دې پخپلو کارونو کې د اصولو او معيارونو پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

