ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت: تېر کال ۶۱۲ زره او ۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته میاشتني حقوق ورکړل شوي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسولینو نن (چهارشنبه، د زمري ۳۱مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې تشریح او له رسنیو سره شریکې کړې.

یاد مسولینو په دې خبري کنفرانس کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې ۶۱۲ زره او ۸۸ کونډو، یتیمانو او معلولینو ته په ټولییز ډول، ۱۵ میلیارده ۴۰۷ میلیونه ۳۸۲ زره او ۷۰۸ افغانۍ میاشتني مساعدتونه ورکړل شوي او د خیریه موسسو له لوري له ۸۹ زره او ۴۴۲ کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته شوې ده.

دغه‌راز په وروستي یوه کال کې له ۶۷ خیریه موسسو سره د همکارۍ تفاهم لیکونه لاسلیک او د ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت اړمنو او مستحقو کسانو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

د یاد وزارت مسولینو زیاته کړې، چې تر دې دمه ۶۵۳ زره او ۲۶۵ کونډې، یتیمان او معلولین تثبیت او له دې جملې څخه ۲۶۴ زره او ۳۳۵ په سیسټم کې درج شوي.

دغه راز تېر کال د مستحقو کسانو د تثبیت په موخه د تصفیې پروسه پيل شوې وه، چې په پایله کې یې ۲۸ زره او ۱۸۳ کونډې، یتیمان او معلولین تر غیرې مستحق پېژندل کېدو وروسته له سیسټم څخه حذف شوي دي.

د دوی په وینا؛ په وروستي یوه کال کې ۹۹۰ تنه کونډې، یتیمان او معلولین د درملنې په موخه، روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته معرفي شوي او ۳ زره او ۸۸۵ نورو ته د مصنوعي غړو، فزیوتراپي، اورتوپیدي او روان درماني برخه کې اړین خدمتونه وړاندې شوي.

همدارنګه ۱۲۰ معلولینو او یتیمانو د کمپیوټر، برېښنایي وسایلو ترمیم او خیاطۍ برخه کې حرفوي زده کړې کړې او تر فراغت وروسته اړین تجهیزات په واک کې ورکړل شوي دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ د کونډو، یتیمانو او معلولینو ثبتولو بهیر دوام، د نغدي او غیرې نغدي مساعدتونو جلب او وېش، په میاشتني ډول د حقوقو ورکول، له خیریه موسسو سره د همکارۍ تفاهم لیکونو لاسلیکول، یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي او مسلکي زده کړو ورکولو د پروګرام دوام، د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو او فرامینو تحقق او د خدمتونو وړاندې کول په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.