ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره له بنګله‌دېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله

کرېکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره له بنګله‌دېش څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله/ روزي خان خپلواک

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ م کال کې د نړیوال یو ورځني کرېکټ په درشل قدم کېښود.

له پیل سره سم یې له بېلابېلو هېوادونو سره په مختلفو میدانونو کې زور ازمايي وکړه.

افغان لوبډلې په ډیره کمه موده کې ځان پر نړۍ وپېژانده. ډېر لوی لوی هېوادونه یې مات کړل او داسې لوبغاړي یې په خپله غېږه کې وروزل، چې اوس د نړۍ هېڅ لیګ بې له افغان لوبغاړو نه وي.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو تر څنګ په یو ورځنیو سیالیو کې هم بې‌ساري پرمختګ کړی.

افغان لوبډلې د نورو هېوادونو په پرتله د یو ورځنیو سیالیو په ډګر کې له بنګله‌دېش سره زیاته اوږه جنګي کړې. تر دې دمه افغانستان ۱۱ ځله له بنګله‌دېش سره مخ شوی، ۵ واره بریالی او ۶ ځله له ماتې سره مخ شوی دی.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې په نړیوال سټیج کې خپله لومړۍ بریا له بنګله‌دېش پیل کړې.

لومړي ځل لپاره افغانستان له بنګه‌دېش سره په ۲۰۱۴م کال په اسیاجام کې مخ شو. په دې لوبه کې د اصغر افغان د ۹۰ او د سمیع الله شینواري د ۸۱ منډو ګډې ملګرتیا بنګله‌دېش د ۳۲ منډو په توپیر مات کړ.

دویم ځل د ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډله په انګلستان کې له بنګله‌دېش سره مخامخ شوه، خو په دې لوبه کې بنګله‌دېش خپل پخوانی قصد واخیسته او افغان لوبډله یې نهیلې له ډګره بهر کړه.

په ۲۰۱۸ م کال کې درېیم ځل لپاره افغانستان اوبنګله‌دېش په شارجه کې د اسیا جام اتلولیو په موخه خپل بخت وازمایه.

خو دا ځل د افغانستان بخت ښه و، سیاله لوبډله یې د ۱۳۶ منډو په لوړ توپیر له ډګره بهر کړه، خو د همدې سیالیو په دویم پړاو کې بیا بنګله‌دېش خپل قصد واخیست.

له اسیا جامه یو کال وروسته یو ځل پیا دواړه لوبډلې په انګلستان کې ښکر په ښکر شوې.

خو داځل د مشفق الرحیم ۸۳ تېزو منډو او د شکیب الحسن شانداره توپ‌اچونې افغان لوبډله نا امیده کړه.

په ۲۰۲۲ م کال کې افغان لوبډله د خپلې سرسختې لوبډلې میلمه شوه. په دې موده کې افغانستان د کوربه لوبډلې پر وړاندې درې ځلې ډګر ته ښکته شوه.

په لومړۍ او دویمه کې یې میلمنه لوبډله او په وروستۍ کې یې بیا کوربه پسې واخیسته.

د وروستي ځل لپاره افغانستان یو ځل بیا د بنګله‌دېش مېلمه شو. دا ځل مېلمه لوبډلې د کوربه لحاظ ونه کړ.

لومړۍ دوې یې په خپله نوم او وروستۍ یوه یې وبایلله.

په دې پایلې سره افغانستان د درې یو ورځنیو سیالیو اتلولي په خپل نوم ثبت کړه.