ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: اسلامي امارت د ولسي ملاتړ په موجودیت کې د چا رسميت پېژندنې ته اړتيا نه لري

د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه صاحب سراج الدين حقاني د احمدزيو قوم له علماوو، مخورو او قومي مشرانو سره په يوه لويه غونډه کې ګډون وکړ.

په پيل کې د غونډې ګډونوالو د خپلې شوری موخه د اسلامي امارت ملاتړ، پیاوړتیا او د اسلامي نظام بقاء ښودلې ده.

ورورسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر غونډې ته د وينا پر مهال په جهادي دور کې د ياد قوم قربانۍ او د هغوی وحدت ستایلی او ویلي یې دي، چې پخوا دلته قومي جوړښتونو پردۍ برنامې پلې کولې او د افغانستان دښمنانو د یووالي له منځه وړلو لپاره ګټه ترې اخیسته.

نوموړي زیاته کړې؛ الحمدلله اوس هغه وخت دی چې قومونه پخپل ابتکار د وحدت او يو بل ته د لاس ورکولو لپاره غونډي جوړوي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني په ټینګار سره ویلي؛ په نړۍ کې هغه قومونه بريالي دي، چې یووالی ولري او هغه حکومتونه بريالي بلل کيږي، چې ولسي ملاتړ ولري.

خلیفه صاحب زیاته کړې، چې تاسي هم وحدت لرئ او هم د خپل نظام ملاتړ کوئ. تاسي په علمي، اقتصادي او سياسي ميدانونو کې کدرونه لرئ او کله چې نظام ستاسي ملاتړ ولري نو د چا رسميت پېژندنې ته اړتيا نه لري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ نظام هلته پیاوړی کېږي، چې د ټولنې افراد يو بل برداشت کړي او ملي ګټو ته په شخصي ګټو لومړيتوب ورکړل شي.

ښاغلي حقاني ولسونه نوښت ته هڅولي او زیاته کړې یې ده؛ هڅه وکړئ چې پخپل ابتکار په ټولو ډګرونو کې مخته ولاړ شئ او ستاسې په نوښت نوې پروژې پرانیزو.