ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزیر کونړ کې د زيړي بابا او پشت پل د بیارغونې له چارو لیدنه کړې

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني کونړ ولايت د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د اوسېدونکو ستونزو ته پام کې نيولو سره د زيړي بابا او پشت پلونو د ترمیم تدارکاتي او تخنکي چارې اړونده انجنیرانو ته سپارلې وې، چې د بودجې له منظوریدو وروسته یې د ترميم او بیا رغونې پيل او دا مهال عملا جریان لري.

 ټولګټو وزارت وايي؛ د زيړي بابا پل چې د ياد ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې موقعیت لري، ترميماتي چارې يې د یوه خصوصي ساختماني شرکت سره د شاوخوا ۴۷ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوي او د يو کال په موده کې به يې کار بشپړ شي او د پشت پل، چې د نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو ترمنځ موقعيت لري د ترميم او بیا رغونې چارې يې د یوه بل ساختماني شرکت سره د شاوخوا ۱۶ ميليونه افغانيو په ارزښت قرارداد شوي دي، چې کار به يې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د يادو پلونو په رغولو سره به د کونړ ولايت د خاص‌کنړ، نورګل، نرنګ او د سرکاڼو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې د پخواه په پرتله هوارې شي.