ملي دفاع وزارت وایي، چې د هېواد په شمال زون کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو له لوري ۱۸ کیلومتره سړک جوړ شوی.
د هېواد په شمال زون یرګنک سیمه کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندانۍ د انجینري کنډک منسوبینو له لوري ۱۸ کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی.
یاد سړک چې د کندوز او بلخ ولایتونو نږدې نښلونکې لار ده، د زیاتې خرابۍ له امله د مسافرو په تګ راتګ کې ستونزې رامنځته کړې وې، چې د ولسونو په غوښتنه د دوه میاشتو په موده کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسولین وايي هڅه کوو، چې د شمال زون په سطحه د ولسونو لپاره د خپلو امکاناتو په درلودلو سره لازم خدمات وړاندې کړو.

