ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: ملګري ملتونه دې افغانستان د اقلیمي بدلون پروژې له ځنډ څخه وباسي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس حافظ عزیز الرحمن د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مرستیال مارکس پوتزل سره لیدنه کړې.

حافظ عزیز الرحمن د یوناما مرستیال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ویلي او د یوناما د فعالیتونو او د اقلیمي بدلون په اړه یې هر اړخیزې خبرې کړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس ویلي؛ نړیوال باید چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي، نوموړي دا بشري موضوعات بللي او ویلي يي دي، چې ګټه او زیان یې یوازې ولسونو ته رسیږي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان اوسمهال په جدي توګه له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی، په داسې حال کې چې د ګلخانه‌يي ګازونو په خپرولو کې ډیره کمه ونډه لري.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې ملګري ملتونه د افغانستان د اقلیمي بدلون پروژې چې د ۸۲۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دي باید له ځنډ څخه وباسي، په نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې مسولینو ته د ګډون زمینه برابره شي او همدا راز د COP په راتلونکې غونډه کې افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

ښاغلي حافظ ویلي، اوسمهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او د کار کولو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی نو له نړیوالو مو هیله ده، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال مارکس پوتزل د دې ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې یوناما هڅه کوي له افغانستان سره د نړیوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي او د ګډ فعالیت کولو ډاډ یې ورکړی.

نوموړي ویلي، موږ تلاش کوو چې نړیوال له افغانستان سره ښه تعامل وکړي، او زیاته یې کړه؛ موږ به د نیمګړو چاپېریالي پروژ د بیا پیل او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپلې هڅې جاري وساتو، ځکه له اقلیمي بدلون سره مبارزه د ټولې نړۍ ګډ کار دی.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مرستیال دغه راز ډاډ څرګند کړی، چې هڅه به وکړي په نړیوالو چاپېریالي غونډو کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د مسولینو برخه اخیستنه یقیني کړي ترڅو د افغانستان د خلکو حقوق تامین شي.